
|
|
-- |
|
![]() |
|
دبښنی قانون او دبشری حقونو او مدنی ټولنو غبرګون!
جوړونکی : صفی الله عمرخیل
17:05:2010
افغانستان د تیرو ۳لسیزو جګړو په اوږدوکې دسختو بشری ناورینونو شاهدؤ، په دغه موده کې چې قانون واکمن نه ؤ اودواک خاوندانو له خپل قدرت نه په استفادی سره بی شمیره جرمونه ترسره کړل،ددغو جنګ جګړو په پایله کې په لسګونونوزره بی ګناه افغانان په بیلابیلو ډولونو ووژل شول.
دخلکو شتمنۍ لوټ او جایدادونه یی غصب شول لنډه داچې پربشری حقونو بی شمیره تیری وشول.
په هیوادکې دلنډمهالی اداری له جوړیدو وروسته، داسی انګیرنه وه چې ښايی ټول هغه کسان چی په جنګې جرمونوتورن دی دمحاکمی میزته راکش شي، خوکله چې په دی وروستیوکې دعمومی بښنی قانون په رسمی جریده کی خپور او نافذ شو، دغه کار دبشری حقونوددفاع ډلواومدنی ټولنوله کلک غبرګون سره مخ شو.
په دغه قانون کې ټولو هغوکسانوته بښنه شوی چې دافغانستان په کورنیو جګړو کې ښکیل اوله بشری حقونونه دسرغړونی تورونه پری لګیدلی دي.
په دی اړه دانتقالی عدالت دهمغږی ډلی په هغه غونډه کې چې دبشری حقونو اومدنی ټولنو د۲۴بنسټونواو دجګړی دقربانیانو استازو هم ورکې ګډون درلود،یادقانون له تلپاتي سولې سره مخالف اودهغودلغوکیدوغوښتنه يي وکړه.
خودعدلېي وزارت په وینا: یادقانون دټولو قانونی پړاونوله بشپړولو وروسته نافذ اوکه څوک يي په اړه نیوکه لري نوکولی شي چې دملی شوراپه مرسته يي اواره کړي.
دبشری حقونوددفاع ډلو نیوکه داده چی دغه قانون هغوکسانوته قانونی خوندیتوب ورکوی چی دجنګی جرمونوتورپری لګیدلی،اوپه راتلونکی کی هم دغه شان کړنوته لارپرانیږی.
دبشری حقونو فعالان دغه قانون دانتقالی عدالت په وړاندی سترخندبولی، خو چارواکی بیاهغه دسولې او ملي پخلاینی له اره اړین بولی.
داچی باید له جنګی مجرمینو سره څه ډول چال چلند وشی؟
آیادغه قانون به دسولې او پخلاینی له پاره ګټوروی؟
په دی اړه به دجګړی دقربانیانوغبرګون څه وی؟
دبشری حقونو په اړه دغږبرخه دااوونۍ همدی موضوع ارزونی ته بیله شوي ده.
دخپرونی میلمانه دي:
دافغانستان دبشری حقونو په خپلواک کمیسیون کې دانتقالی عدالت مسوول رحیم الله رامع، په ولسي جرګه کې دکندهار ولایت استازی خالدپښتون او دچاروشنونکی ډاکتر منقادالرحمن رودوال.