سلطان محمد منادي او استیفن فرل له دې پېښې څلور ورځې مخکې په کندزولایت کې وسله والوطالبانو یرغمل کړي وو.
سلطان محمدمنادي داسې مهال په وحشیانه توګه ووژل شو چې استفن فرل روغ رمټ او د پېښې له ځای څخه له کوم زیان پرته وژغورل شو.
د افغان خبریال مړی ترهغو په سیمه کې پاتې ؤ چې سهار مهال د سلطان د شهادت خبر خپور شو.
د رسنیوبنسټونه او افغان خبریالان، دسلطان محمد منادي د شهادت له امله دده ویرجنې کورنۍ، دهېواد دخبریالانو کورنۍاو ټولو افغانانو ته خپله ژوره خواشیني څرګندوي.
د ژورنالستانو ټولنې او د قلم او وینا برخې کارکونکي د هېواد دخبریالانوزورونې، سپکاوي او وژنې په وړاندې کلک غبرګون ښیي، ددې ناځوانه عمل په اړه خپله ژوره کرکه څرګندوي او داډول ناوړه چلندپه کلکه غندي، لاندي ټکي اعلاموي.
۱ – دژورنالستانوټولنې، رسنۍ، مدني اودبشري حقونودفاع بنسټونه له جمهوررئس څخه په کلکه غواړي چې د دې غیرې انساني عمل دعاملینو موندنې په موخه حکومت جدي او هر اړخېزې څېړنې پیل کړي. دا څېړنې باید دکورنیو او بهرنیو بنسټونو رول
څرنګوالی په تېره بریتانوي ځواکونه چې دژغورنې عملیات یې مخ ته وړي او منادي ورکې وژل شوی، د دغه جنایت عاملینو محاکمې ته په راکښلوپای ته ورسېږي.
۲ – د ژورنالستانو ټولنې، مدني اود بشري حقونو دفاع بنسټونه د بهرنیوچارو له وزارت نه په تینګه غواړي چې له دیپلوماتیکولارو د نړیوالو قوانینوآرونوپربنسټ دافغانستان اتباعو ګټوساتنې او دفاع له پاره جدي اقدامات او د هغو هېوادو دیپلوماتیک استازي چې پوځیانویې په دغوعملیاتوکې ګډون او د سلطان محمدمنادي دشهادت سبب ګرځېدلي، احضار او دافغانستان حکومت داسې یادښت ورته وسپاري چې ددې فاجعې په اړه دڅېړنو دوام غوښتنه کوي.
۳ – دژنیو د ۱۹۴۹ کال کنوانسیون څلورګونومادوله مخې دجګړې په حالت کې ددولتونو مسولیت مننې آر، حکم کوي چې ، دولتونه قربانیانو ته دغرامت ورکړې مسولیت پرغاړه واخلي. دژونالستانوټولنې، مدني او دبشري حقونودفاع بنسټونه، له افغان حکومت او په افغانستان کې د ملګرو ملتو څانګې څخه غواړي چې دشهیدسلطان کورنۍ دپالنې اوپه ټپونو پټۍکېښودو په موخه له ملي او نړیوالولارو دغرامت آسانتیابرابره کړي.
۴ – د ژورنالستانوټولنې، مدني اود بشري حقو دفاع بنسټونه، له افغان حکومت، ناټو، آیساف او ملګروملتوڅخه په ټینګه غواړي چې د سلطان محمد منادي د وحشیانه وژنې پېښې څارنې په اړه ددې اعلامیې دغوښتنوپربنسټ عمل او پایله یې د رسنیوپه واک کې ورکړي.
***
۵ – د ژورنالستانو ټولنې، مدني اود بشري حقونودفاع بنسټونه، له نړیوالوپوځي بنسټونو، آیساف او ناټوڅخه په ټینګه غواړي چې د بشري حقونو نړیوالو آرونو، د بشر پالنې نړیوالوحقونو او بشري حقونو نړیوالې اعلامیې له مخې، د خپلوپوځي عملیاتو په بهیر کې د ملکي وګړوپه تېره دخبریالانوژونې مخه ونیسي.
۶ – دژورنالستانوټولنې، مدني او د بشري حقونو دفاع بنسټونه په افغانستان کې دجګړې له ټولوښکیلوکورنیولورو څخه، یوځل بیاغوښتنه کوي چې بیګناملکي وطنوال او هغه خبریالان چې په هېواد کې روانې پېښې اوحرکتونه د ژورنالیزم د معیارونو پربنسټ څاري، د خپلوسیاسي معاملو قرباني نه کړي.
۷- د ژورنالستانو دفاع ټولنې، مدني او د بشري حقونو دفاع بنسټونه له ملي اونړیوالو پوځي بنسټونوڅخه غواړي چې دملکي او بیګناه وګړو دسرزیان کچې راکمولو په موخه دپوځي عملیاتوپه بهیرکې ګټوره اواغیزمنه همغږي رامنځ ته کړي.
۸ – دژورنالستانو ټولنې، مدني او د بشري حقونو دفاع بنسټونه له افغان حکومت په تېره خپله جمهوررئس څخه په ټینګه غواړي چې د خبریالانو فردي او ټولنیز امنیت ساتنې په موخه ګټوره کړن لاره جوړه او پلې کړي.
***
په هېوادکې د ژورنالستانو ټولنې، مدني او د بشري حقونو دفاع بنسټونه ددې اعلامیې د خپرېدو او اوسنۍخبرې غونډې له لارې اعلاموي چې د شهیدسلطان محمد منادي او نورو شهیدو خبریالانو دارزښتونو اوکارکړنو ملاتړ په موخه د همدې اعلامیې دتوکو پربنسټ په پرله پسې توګه خپرونې وکړي اوکه چېرې ددې اعلامیې له غوښتنوڅخه تعلل دوام ومومي، له مدني لارو چاروبه، پربشري حقونو د څارنړیوالوبنسټونو، دبشرپالنې نړیوالو میکانیزمونواو نړیوالې محاکمې ته مراجعه اوداموضوع به په جدي توګه وڅاري.
د افغانستان سلگونو رسنیو، د ژورنالستانو بنسټونو، د مدني ټولنې سازمانونواو ژورنالستانو دا اعلامیه لاسلیک کړې چې لست یې په مل کې لیدلی شئ.