تر هغه وروسته چې پاکستان له ترهګرو سره د همکاریو د تور پر وړاندی کلک غبرګون وښود، د بریتانیا لومړی وزیر په یوه تلویزیوني خپرونه کې پر خپلو پخوانیوڅرګندونو د ټینګار په خواکې وویل:له ترهګری نه دملاتړ په موخه د پاکستان هر اقدام د منلووړنه دي.
دیوید کامرون تیره ورځ د هندوستان په بنګلور ښارکې د وینا پر مهال وویل: د پاکستان دولت په پټه له وسله والو ترهګرو ډلو سره مرسته کوي.
تریادو څرګندونو وروسته، په بریتانیاکې د پاکستان سفیر واجد شمس الحسن اعلان وکړ چې دغه د عوه بی بنسټه ،او ددی پر ځای چې بریتانیا له ترهګری سره په جګړه کې د پاکستان درغنده رول یادونه وکړي، پر ناسمو استخباراتي مالوماتويي تکیه کړي.
د افغان دولت له وسله والو مخالفینو سره د پاکستان همکاری تر هغه وروسته روښانه شوه چې د ویکی لیکس استرالیايي وب پاڼې، د افغانستان د جګړی په اړه څه د پاسه ۹۰ زره پټ لاسوندونه افشاکړل.