آرشیف-English-پښتو-پارسی-دری

لټون

 
 
 
 
 

حامدکرزی: د پټوسندونو افشا کیدل، د افغانستان د دریځ حقانیت!

 

15:20/29:07:2010

افغان ولسمشروايي: د افغانستان د جګړی په اړه د پټو لاسوندونو افشا کیدنه، له ترهګری سره په مبارزه کې د دغه هیواد د دریځ ښکارندویه ده.

جمهور رئيس حامدکرزی نن په کابل کې د یوی خبری غونډی پر مهال هیله ښکاره کړه چې د افغانستان د جګړی او د غلته د استخباراتي سازمانونو د لاس وهنی په اړه د افشاشویوسندونو څیړل به، له ترهګری سره د مبارزی بهیر په سمه لار بوځي.

په ویکی لیکس وب پاڼه کې په افشاشویو سندونوکې د اروښانه شوي چې د پاکستان استخباراتو د افغان دولت له وسله والومخالفینوسره همکاری کړي.

ښاغلی کرزی زیاته کړي:له کلونوکلونو راهیسي د سیمی استخباراتي سازمانونو د افغانستان دولتي اډانی ته لارموندلی.

ولسمشر خبرداری ورکړ چې د استخباراتي شبکو د فعالیتونو د مخنیوی او له هغوی سره د تړلو کسانو په پيژندنه کې به ګوټلی ګامونه اوچت کړي.