د افغانستان د ژورنالیستانو ملي ټولنه وايي: د امروز خصوصی تلویزیون خپرونی باید په قانوني توګه درول شوی وای خو داسی ونه شول.
ز موږ خبریال رپوټ راکړي: د ژورنالیستانو د ملي ټولنی رئیس عبدالحمید مبارز نن په کابل کې یوی خبری غونډی ته وویل: له دی سره سره چې داطلاعاتو او فرهنګ وزارت په چوکات کې د رسنیو د تیروتنو د څیړلو کمیسون شتون لري، د وزیرانو شورا دغه ناسمه پریکړه دافغانستان د آزادو رسنیو پر وړاندی یو دیکتاتوری چلنددي.
د وزیرانو شورا تیره ورځ د یوی مصوبی په صادرولو سره د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او لویې څارنوالۍ ته لارښوونه کړی چې د امروز تلویزیون خپرونی تربلی پریکړی پوری په دی تورود روی چې ملي یو والی ته يي زیان رسولی.
په همدی حال کې د امروز تلویزیون مسوول نجیب الله کابلی ویلي: د وزیرانو شورا په کوردیننه د ځینو کسانو او سیاسی ډلو د فشار له امله ، دغه پریکړه کړي.
د افغانستان د خبریالانو آزاده ټولنه بیاپه دی اړه وايي: اړینه ده چې دغه لانجه د رسنیو دتیروتنو دڅیړلو د کمیسون له لاری غوڅه شي.